د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د تحريک تحفظ آيين پاکستان مخکښ غړي ،محمود خان اڅکزي، په کوټه پرېس کلب کې یوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې پاکستان دا مهال له جدي کورنيو، سياسي او امنيتي ستونزو سره مخ دی او د دغو ستونزو د حل يوازينۍ لار د آيين او پارلماني واکمني او د ولسونو د حقونو منل دي.

 

هغه وويل، پاکستان د بېلابېلو قامونو ګډ هېواد دی او د هېواد د ثبات لپاره اړينه ده چې ټولو قامونو او سيمو ته د خپلو وسايلو او سياسي واک په اړه بنسټيز حقونه ورکړل شي.

 

محمود خان اڅکزي وويل چې د بلوچستان، پښتونخوا، سند او نورو سيمو خلک بايد په خپلو طبيعي زېرمو او سرچينو کې د اساسي حق خاوندان وبلل شي، ځکه ،د ده په وينا، دا کار به د بې باورۍ او شخړو کچه راکمه کړي.

 

نوموړي ادعا وکړه چې په ځينو سيمو کې د ناامنۍ او تاوتريخوالي له امله هره ورځ لسګونه کسان وژل کېږي، خو د دې ستونزې د حل لپاره اغېزمن ګامونه نه پورته کېږي.

 

هغه د هېواد پر سياسي او عدالتي وضعيت هم نيوکې وکړې او ويې ويل چې د آيين له مخې بايد پارلمان د واک سرچينه وي او کورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ بايد د منتخب استازو له لارې جوړې او عملي شي.

 

اڅکزي زياته کړه چې د بيان ازادۍ، د رسنيو ازاد فعاليت او د بشري حقونو ساتنه د هر جمهوري نظام بنسټونه دي او د دغو ارزښتونو کمزوري کېدل د هېواد لپاره د اندېښنې وړ دي.

 

د سيمي د روانو حالاتو په اړه نوموړي وويل چې د ايران او امريکا ترمنځ کړکېچ او په منځني ختيځ کې تاوتريخوالی د ټولې سيمي پر امن اغېز لرلی شي. هغه د نړيوالو قدرتونو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ وکړ او ويې ويل چې د شخړو د هواري لپاره بايد سياسي او ډيپلوماټيکې لارې غوره شي.

 

د افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړه محمود خان اڅکزي وويل چې دواړه هېوادونه له يو بل سره ژورې تاريخي او جغرافيايي اړيکې لري او ستونزې بايد د خبرو اترو او متقابل تفاهم له لارې حل شي.

 

هغه وړانديز وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته اختلافاتو د حل لپاره دې د سيمي هېوادونه او نړيوال بنسټونه هم د خبرو اترو په بهير کې ونډه واخلي.

 

محمود خان اڅکزي د پخواني وزيراعظم عمران خان د بند په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د هېواد سياسي ثبات د سياسي مشرانو ترمنځ د خبرو اترو او تفاهم غوښتنه کوي. نوموړي زياته کړه چې د سياسي ستونزو حل بايد د سياسي بهير له لارې ولټول شي.

 

د يادونې وړ ده چې د پاکستان سياسي او امنيتي وضعيت، د افغانستان او پاکستان اړيکې او د سيمي روان حالات هغه موضوعات دي چې په وروستيو مياشتو کې پرې سياسي ګوندونه او شنونکي پراخ بحثونه کوي.