د افغانستان د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د غلاوو په تور یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده، چې د چارواکو په وینا، په بېلابېلو سیمو کې یې شپږ موټرسایکلونه او یو موټر غلا کړي وو.
د قره باغ ولسوالۍ امنیه قوماندان، مولوي عبدالصبور معاذ، ویلي دي چې نیول شویو کسانو له غلا شویو موټرسایکلونو څخه څلور یې د پکتیکا ولایت د زرغون ښار ولسوالۍ په بازار کې پلورلي وو.
د هغه په وینا، د زرغون ښار ولسوالۍ له امنیتي ځواکونو سره د همغږۍ په پایله کې یاد موټرسایکلونه بېرته ترلاسه او خپلو اصلي مالکانو ته د سپارلو لپاره راټول شوي دي.
چارواکي وایي، نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا مهال د امنیتي ادارو تر پوښتنو او تحقیقاتو لاندې دي.
د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، له قانوني او عدلي مراحلو وروسته به دوسیه له نیول شویو کسانو سره یو ځای اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د غزني امنیتي چارواکو دغه عملیات د جرمونو د مخنیوي او د عامه امنیت د ټینګښت په برخه کې مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی دی چې د خلکو د امنیت، شتمنیو د ساتنې او د جرمي فعالیتونو د مخنیوي لپاره به ورته هڅې دوام ولري.

شال نیوز