د خېبر پښتونخوا شانګلې ضلعې د ملک خېل کوټکي سيمي خلکو د بجلۍ اوږد او غيراعلانيه لوډشېډنګ پر ضد احتجاجي مظاهر وکړه۔

په دې احتجاج کې د سيمي ځوانانو، سياسي او ټولنيزو مشرانو په لويه کچه ګډون وکړ۔

مظاهره چيانو د بجلۍ د اوږد بندش پر ضد خپل غبرګون څرګند کړ او د پورن نه تر بورډ لويه لار يې شاوخوا له يو ساعت نه تر يو نيم ساعت د هر ډول ټرافيک لپاره بنده وساتله، چې له امله يې تګ راتګ ودرېده۔

مظاهره چيانو وويل چې پرله‌ پسې لوډشېډنګ له يوې خوا د کورني ژوند ستونزې زياتې کړې دي، او له بلې خوا سوداګريز او کاروباري طبقه هم ترې سخته اغېزمنه شوې ده۔ د دوي په وينا، په يختنګې پورن فيډ کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ساعته لوډشېډنګ ټاکل شوی، خو د واپډا چارواکي په بېلابېلو ځايونو کې د نقصونو پلمه کوي او خلکو ته له ټاکلي وخت څخه هم کمه بجلي رسوي۔

مظاهره چيانو زياته کړه چې يو خوا بجلي نيشته نو بل اړخ ته په بلونو کې غلطۍ وي او زياتې پيسې ورپسي راستولی شي۔ د دوي په وينا، د ريډنګ نه کولو له کبله خلکو ته اضافي بلونه راځي۔

د احتجاج پر مهال اسسټنټ کمشنر هيډکوارټر الپوري او اېس اېچ او تهانه الپوري هم سيمي ته ورسېدل، د مظاهره چيانو غوښتنې يې واورېدې او د ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ چي له وروسته دوي احتجاج ختم کړ۔