د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي دي، چې ګواکې د مرستیال وزیراعظم او بهرنیو چارو وزیر ،اسحاق ډار، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ،مارکو روبیو، سره د لیدنې پر مهال د ایران د اټومي پروګرام په اړه معلومات شریک کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ،طاهر اندړابي، د جون په ۴مه، په اوونیزه خبري غونډه کې وویل، چې د اسحاق ډار او مارکو روبیو ترمنځ په لیدنه کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه هېڅ ډول معلومات نه دي تبادله شوي.
هغه وویل: «موږ دا راپورونه ردوو. د ایران د اټومي پروګرام په اړه هېڅ معلومات نه دي شریک شوي.»
اسحاق ډار ،د مې په ۲۹مه، واشنګټن ته د خپل سفر پر مهال له مارکو روبیو سره لیدلي وو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز امنیت خبرې شوې وې.
د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخواني شنونکي ،لېري جانسن، د یوې ناپېژندل شوې سرچیني له قوله، ادعا کړې وه چې اسحاق ډار له مارکو روبیو سره په خبرو کې د ایران د دریځ په اړه داسې معلومات شریک کړي وو چې امریکايي لوري یې اندېښمن کړي و.
بل لور ته، مارکو روبیو هم ،د جون په ۳مه، د امریکا د کانګرس د یوې استماعیه غونډې پر مهال دا ادعاوې رد کړې.
د کانګرس غړي ،سکاټ پېري، له روبیو پوښتنه کړې وه چې آیا اسحاق ډار ورته دا پیغام رسولی و چې ایران د روان کړکېچ د دوام په صورت کې د اټومي وسلې د څرګندولو لپاره چمتووالی لري. مارکو روبیو په ځواب کې ویلي وو: «ما دا راپورونه نه دي لیدلي او نه هم له داسې کوم پیغامه خبر یم.»
کله چې نوموړي ته بیا ورته پوښتنه وشوه، هغه وویل چې هېڅ داسې پیغام نه دی ورکړل شوی. روبیو زیاته کړه: «که داسې کوم پیغام رارسېدلی وای، زه به حتماً ترې خبر وم.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسحاق ډار او مارکو روبیو د لیدنې په اړه خپرې شوې ادعاوې ناسمې دي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه هېڅ راز معلومات نه دي شریک شوي.

شال نیوز