ځایي سرچیني وایي، چې د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل کې ،د جون په ۳مه، د شپې په دوو بېلابېلو سیمو کې د چاودنو له امله دوه پلونه ویجاړ شوي دي.

 

د سرچینو په وینا، لومړۍ پېښه د موسکي په سیمه کې رامنځته شوې، چرته چې د نظام روډ پر سر جوړ پل د چاودېدونکو موادو په وسیله الوځول شوی دی، او بله پېښه د خسوخېل په سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې یو بل پل هم د چاودنې له امله زیانمن شوی دی.

 

سرچیني زیاتوي، چې د دواړو پېښو له امله د سیمي د خلکو تګ راتګ اغېزمن شوی او مسافر له ستونزو سره مخ شوي دي.

 

امنیتي سرچینو ویلي دي، چې د دغسې بریدونو موخه په سیمه کې د تګ راتګ او پرمختیایي فعالیتونو خنډ جوړول دي.

 

د سرچینو په وینا، د پېښو په اړه پلټنې روانې دي او د مسؤلو کسانو د موندلو لپاره هڅې دوام لري، خو تر اوسه کومې ډلې د دغو چاودنو مسؤلیت نه دی منلی.