د افغانستان د بغلان ولایت د دوشې ولسوالۍ د کېليګي سیمي اړوند هجرت آباد کلي کې نن ،د جون په ۳مه، شاوخوا ۱۱ بجې ناڅاپي سېلابونو یو شمېر اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د سرچینو لمخې، د سېلابونو له امله شاوخوا لس جریبه کرنیزه ځمکه او د میوو فصلونه تباه شوي دي.
ځايي خلک وايي، سېلابونو د کرنیزو ځمکو او مالدارۍ سکتور ته جدي زیانونه رسولي او زیانمنې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
تر اوسه سیمه ییزو چارواکو د پېښې د زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

شال نیوز