د ايټاليا د ورځپاڼې کوريري ډېلا سېرا لمخې، د ايټاليا پوليسو د څلورو پاکستاني کرنيزو مزدورانو د وژنې په تړاو دوه پاکستاني وګړي نيولي دي.
راپور وایي، چې د هېواد په سویلي ،کالابريا، سيمه کې د اېميندولارا کلي سره نزدې د پټرولو په يوه پمپ سوځېدلی موټر ،په داسې حال کې، موندل شوی و، چې په دغه موټر کې د څلورو پاکستاني مزدورانو مړي پراته وو. دا سيمه د کرکيلې يوه لويه سيمه ګڼل کېږي او زياتره بهرني مزدوران پکې کار کوي.
د پوليسو د لومړنيو پلټنو ترمخه، د پټرولو پمپ د سي سي ټي وي کيمرو ويډيوګانو کې ليدل کېږي چې دوه کسان د ګاډي دروازې له بهره بندوي او بيا پکې يو ډول مايع اچوي.
تر اوسه د وژل شويو کسانو او نيول شويو شکمنو بشپړ تفصيلات نه دي خپاره شوي، خو امنيتي سرچينو ويلي، چې پلټونکي د پېښې د علت او د نيول شويو کسانو او وژل شويو مزدورانو ترمنځ د ممکنه اړيکو په اړه نورې پلټنې کوي.
ايټاليا کې زرګونه پاکستانيان د کرکيلې، صنعت او نورو برخو کې کار کوي، چې د دې پېښې له مخې د پاکستاني کډوالو په ټولنه کې اندېښنې زياتې شوې دي.

شال نیوز