د خېبرپښتونخوا د لوړو زده کړو وزارت ويلي، چې په ګومل پوهنتون کې د ۵۱۴ مشکوکو تعليمي سندونو (ډګريو) او مالي بې قاعدګيو په اړه پلټنې روانې دي او د دې قضيو د څېړنې لپاره نوې کمېټي هم جوړه شوې ده.
د لوړو زده کړو او بلدياتو وزارت د وياند لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د پوهنتون د چارو په اړه ځيني بې قاعدګۍ موندل شوې دي، چې له امله يې د پوهنتون سنډيکېټ د ځينو چارواکو پر ضد د انضباطي اقداماتو پرېکړه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د الحاقاتو (افيلي اېشن) پخوانی ډايريکټر ځنډول شوی او د پخواني کنټرولر امتحاناتو پر ضد هم د قانوني او انتظامي اقدام بهير پېل شوی دی.
وزارت وايي، په لومړنيو پلټنو کې ۵۱۴ داسې سندونه موندل شوي دي چې د رېکارډ له مخې مشکوک بللی شوي او د هغو د قانوني حيثيت د ارزونې او ممکنه لغوه کېدو سپارښتنې شوې دي.
د لوړو زده کړو وزير مېنا خان اپرېدي ويلي دي، چې حکومت به د لوړو زده کړو په ادارو کې د شفافيت او احتساب بهير نور هم پياوړی کړي او د زده کوونکو له راتلونکې سره د لوبو کولو اجازه به چاته ور نه کړي.
هغه زياته کړې، چې په دې قضيه کې د هر هغه چا پر ضد به قانوني اقدام کېږي چې د پلټنو پر مهال يې د لاس لرلو ثبوتونه وموندل شي.
د وزارت په وينا، د خېبرپښتونخوا په پوهنتونونو کې د څارنې او احتساب نظام لا پياوړی شوی دی او د ورته شکايتونو د مخنيوي لپاره به نور ګامونه هم پورته کېږي.

ظفر وزير