سوات : د سوات پوهنتون د هنر او کلتور د غوره والي مرکز «هنر کدہ» د پنځم سمسټر محصلې روحین ریاض د «ازادۍ انځورګرۍ سیالۍ ۲۰۲۶» کې دویم مقام ترلاسه کړی دی. دا سیالي ،د اګست په ۱۴مه، د سوات ضلعي انتظامیې او د ځوانانو چارو د ضلعي ادارې له لوري د سیدو شریف په تاریخي ودودیه تالار کې ترسره شوې وه.
د سیالۍ موخه د هنر له لارې د خپلواکۍ ورځې جذبه راژوندۍ کول، ځوانو هنرمندانو ته د خپلو هنري او تخلیقي وړتیاوو د څرګندولو زمینه برابرول او په ځوانانو کې د هېوادپالنې او تخلیقي فکر پیاوړتیا وه.
د روحین ریاض دویم مقام د سوات پوهنتون او د هنر او کلتور د غوره والي مرکز لپاره د ویاړ وړ لاسته راوړنه بلل شوې ده. د پوهنتون چارواکي وايي، چې د نوموړې بریا د محصلینو د هنري وړتیاوو، تخلیقي استعداد او زیار څرګندونه کوي.
د هنر کدہ مرکز او سوات پوهنتون له لوري روحین ریاض ته د دې بریا مبارکي ورکړل شوې او د هغې د راتلونکي هنري سفر لپاره یې د لا ډېرو بریاوو هیله څرګنده کړې ده.


عصمت علي اخون