د بنوں د تلګي سيمي اوسېدونکي عابد، د امين جان زوې، د بنوں پوليسو د امن کمېټۍ مخې ته ځان سپارلی دی او ويلي يې دي چې له ناقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې سره يې خپلې اړيکې پرې کړې دي.

 

ځايي سرچيني وايي، چې نوموړی ځوان د وسلوالو د تبليغاتو، ژمنو او نعرو تر اغېز لاندې له هغوي سره يو ځای شوی و، خو وروسته يې د دغو کسانو د موخو او فعاليتونو په اړه خپل نظر بدل شو او له هغوي څخه يې بېلتون غوره کړ.

 

د سرچينو په وينا، عابد د بنوں پوليسو د امن کمېټۍ له غړو سره په ليدنه کې خپله تېروتنه منلې او ژمنه يې کړې ده چې په راتلونکي کې به له داسې ډلو او فعاليتونو څخه ځان لرې ساتي.

 

د امن کمېټۍ غړو په دې موقع ويلي، چې هغه ځوانان چې له تاوتريخوالي او ګمراه کوونکو لارو بېرته راګرځي، د ټولنې لپاره د هيلې نښه ده. د هغوي په وينا، د سيمي خلک اوس د سختدريځو ډلو د دعوو او تبليغاتو په اړه زيات پوهاوی لري او له همدې امله له دغو ډلو څخه واټن نيسي.

 

امن کمېټۍ له هغو کسانو هم غوښتنه کړې ده ،چې د فشار، ناسم پوهاوي يا نورو لاملونو له امله له داسې ډلو سره يو ځای شوي وي، چې بېرته خپلې ټولنې ته راستانه شي او د سوله ييز ژوند لار خپله کړي.