د سويلي وزيرستان د واڼا تحصيل د برمل سيمي په پالې چوک کې د وسلوالو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د ډزو او راکټونو تبادله شوې ده، چې له امله يې يو ولسي وګړی ټپي شوی دی.
ځايي سرچيني وايي، ټپي شوی ،بلال، نومي وګړی د درملنې لپاره د واڼا مرکزي روغتون ته لېږدول شوی او هلته تر درملنې لاندې دی.
د سيمي اوسېدونکي وايي، پالې چوک يوه ګڼه مېشته سيمه ده او د ورته نښتو پر مهال ولسي وګړي له خطر سره مخ کېږي. د دوي په وينا، کله چې وسلوال او امنيتي ځواکونه يو بل په نښه کوي، نو کله ناکله مرمۍ او راکټونه د استوګنې سيمو ته هم رسېږي او ولسي خلکو ته زيان اړوي.
ځينو ځايي اوسېدونکو ادعا کړې چې امنيتي ځواکونه کله ناکله د عملياتي اړتياوو له امله په مېشتو سيمو کې ودانۍ، ښوونځي او بنسټيز روغتيايي مرکزونه د پوستو يا لنډمهالو اډو په توګه کاروي. د دوي په وينا، وروسته وسلوال پر دغو ځايونو بريدونه کوي، چې له امله يې د شاوخوا سيمو ولسي وګړي له خطر سره مخ کېږي.
د سيمي خلکو اندېښنه ښودلې ده، چې په جګړه کې هغه کسان اغېزمن کېږي چې نه د جګړې برخه وي او نه هم په کومه شخړه کې ښکېل وي، خو د جګړې اغېزې د هغوي تر کورونو، لارو او ورځني ژوند پورې رسېږي.
د نړيوالو بشردوستانه قوانينو، په ځانګړې توګه د جنيوا کنوانسيونونو له مخې، په وسلوالو شخړو کې د ولسي وګړو خونديتوب ضروري بلل شوی او ښکېلې خواوې اړ دي چې د پوځي عملياتو پر مهال د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره احتياطي ګامونه پورته کړي. د پاکستان اساسي قانون هم د هر وګړي د ژوند او امنيت حق تضمينوي.
شال نيوز د ځايي اوسېدونکو د دغو ادعاوو په اړه د امنيتي چارواکو دريځ ترلاسه کولو هڅه کړې، خو تر اوسه يې رسمي غبرګون نه دی ترلاسه کړی.
تر اوسه امنيتي چارواکو د نننۍ نښتې او د ولسي وګړي د ټپي کېدو په اړه هم کوم رسمي بيان نه دی خپور کړی.

ظفر وزير