د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان ،شاهين شاه اپرېدي، د اسټراليا پر ضد په دويمه يو ورځنۍ نړيواله سيالۍ کې يو ځانګړی ريکارډ په خپل نوم کړ.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د سيالۍ له پېل سره سم شاهين شاه اپرېدي د اسټراليا اوپنر ،الېکس کېري، د اننګز په لومړي بال بولډ کړ او په دې سره د پاکستان د کرکټ په تاريخ کې د دغه اعزاز ترلاسه کوونکو کپتانانو په ډله کې شامل شو.
شاهين اوس د پاکستان درېيم کپتان دی چې په يو ورځنيو نړيوالو سياليو کې يې د سيالې لوبډلې د اننګز په لومړي بال وکټ اخيستی دی. له دې وړاندې دغه اعزاز وسيم اکرم او وقار يونس هم ترلاسه کړی و.
وسيم اکرم په ۱۹۹۳ کال کې په کراچۍ کې د زمبابوې پر ضد ،انډي فلاور، او وقار يونس په ۲۰۰۱ کال کې د انګلستان پر ضد د ليډز په لوبغالي کې ،مارکس ټريسکوتيک، په لومړي بال اوټ کړی و.
شاهين شاه اپرېدي يوازې په لومړۍ وکټ بسنه ونه کړه، بلکې د اسټراليا دوه نور لوبغاړي يې هم اوټ کړل. نوموړي مېتيو کوهنېمن او نېتھن اېلس ته هم د مېدان پرېښودو لار وښوده.
شاهين په اتو اوورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او درې وکټې يې واخيستې. د هغه ترڅنګ حارث رؤف، ابرار احمد او عرفات منهاس هم ښه بالينګ وکړ.
د دغو بالرانو د ښې کارکردګۍ په مټ اسټراليا په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د نهو وکټو په زيان ۲۳۱ منډې جوړې کړې. خو پاکستان د ۲۳۲ منډو هدف پوره نه کړی شو او ټوله لوبډله په ۱۹۰ منډو اوټ شوه، چې له امله يې اسټراليا سيالي وګټله.
د درې يو ورځنيو سياليو په لړۍ کې دواړو لوبډلو يوه ـ يوه سيالي ګټلې ده. پاکستان لومړۍ سيالي په راولپنډۍ او اسټراليا دويمه سيالي په لاهور کې ګټلې ده.
د دې لړۍ وروستۍ او پرېکنده سيالي به د جون په څلورمه نېټه د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره کېږي.

شال نیوز