د کويت د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د ايران له لوري د بالېسټيک توغنديو او ډرون الوتکو په وروستيو بريدونو کې يو تن وژلی شوی او يو شمېر نور کسان ټپيان شوي دي، او د کويت نړيوال هوايي ډګر په ګډون ځينو مهمو ملکي ځايونو ته زيان رسېدلی دی.

 

د وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، چې دغه بريدونه د ملکي او حياتي تاسيساتو پر ضد شوي دي او د هوايي ډګر تر څنګ ځينو سفارتي ماموريتونو ته هم تاوان اوښتی دی.

 

اعلاميه کې د ايران دا بريدونه په سختو ټکو غندل شوي او ويل شوي دي چې د کويت امنيت، خپلواکي او د هېواد د اوسېدونکو خوندیتوب يوه داسې کرښه ده چې د تېرېدو اجازه به نه ورکول کېږي.

 

د کويت د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چې د دغو بريدونو تکرار د يوه منظم يرغلګر چلند څرګندونه کوي او کويت به دا ډول اقدامات ونه مني او نه به يې وزغمي.

 

وزارت زياته کړې، چې کويت د نړيوال قانون له مخې د ځان د دفاع او د مناسب ځواب ورکولو بشپړ حق لري او د خپلو ګټو او ملي امنيت د ساتنې لپاره به اړين ګامونه پورته کوي.