د سویلي وزيرستان د شکۍ درې نوميالی مذهبي او ټولنيز شخصيت مولانا قاضي سيلا جان وفات شوی دی. د کورنۍ او سيمه ييزو سرچينو د معلوماتو لمخې، نوموړی د جون په ۳مه وفات شوی، خو د مړينې د لامل په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
مولانا قاضي سيلا جان په شکۍ او شاوخوا سيمو کې د مذهبي او ټولنيزو فعاليتونو له امله پېژندل کېده او د سيمي له خلکو سره يې ژورې اړيکې لرلې.
د سرچينو په وينا، د جنازې د لمانځه وخت او ځای به وروسته اعلان شي

ظفر وزير