د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي ،د جون په ۲مه، په اسلام آباد کې د چين د ،ګلوبل ګورننس انسټيټيوټ، او ،کينګ شي اوورسيز بزنس اينډ انوېسټمنټ ارګنايزېشن، له يوه پلاوي سره ليدلي او د پانګونې او اقتصادي همکارۍ د پراختيا پر بېلابېلو اړخونو يې خبرې کړې دي.

 

د ګورنر هاؤس له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې کتنه کې د پاکستان ـ چين اقتصادي او کلتوري شورا مشر بايزيد کاکړ هم ګډون درلود.

 

د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې په خېبرپښتونخوا کې د پانګونې پر فرصتونو، په ځانګړي ډول د کانونو، سيلګرۍ، نوي کېدونکې انرژۍ او نورو مخ پر ودې اقتصادي برخو کې د همکارۍ پر امکاناتو خبرې وشوې.

 

چينايي پلاوي د صوبې د طبيعي زېرمو، جغرافيايي موقعيت او د پانګونې د فرصتونو په اړه لېوالتيا څرګنده کړه.

 

ګورنر فيصل کريم کونډي د پاکستان او چين ترمنځ اړيکې د دواړو هېوادونو لپاره ارزښتمنه شتمني وبلله او ويې ويل چې د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې د چين همکاري د ستاينې وړ ده.

 

نوموړي زياته کړه چې د سيمي د اقتصادي ودې او سوکالۍ لپاره د چينايي ادارو او پانګه‌ والو ونډه مهمه ده او په خېبرپښتونخوا کې د پانګونې د لا پراختيا لپاره د همکارۍ پراخ امکانات شته.

 

دواړو خواوو د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او د ګډو پانګوالو پروژو د امکاناتو په اړه هم د نظر تبادله وکړه.