د مېنځنۍ کورمې په مرغان علي شیرزو سیمه کې د پرله‌ پسې بارانونو له امله ،د جون په ۲مه، یو خټین کور را پرېوتی دی، چې په پایله کې یې درې تنه مړه او درې نورې ښځې ټپیانې شوې دي۔ 

 

د ژغورني اداري ،ریسکیو ۱۱۲۲، سرچینو په وینا، د پېښې نه سمدستي وروستو د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته ورسېدې او مړو او ټپیانو د را ایستلو عملیات یې ترسره کړل.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ سرچینو ویلي، چې کور د نړېدو له امله په مړو شویو کې ۹ کلن هلال او دوه ښځې شاملې دي، په داسې حال کې، چې ټپیانې شوې درې ښځې د درملنې لپاره د صدې روغتون ته لېږدول شوې دي۔ 

 

 د کورمي ضلعې په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو له امله وخت په وخت د خټینو کورونو د نړېدو پېښې رامنځته کېږي، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې ده۔