د سوات ډویلپمنټ اتهارټۍ د مرستیال ډایرکټر ،سعیدالرحمان، ویلي دي چې د بر سوات د کالام سیمي په یوه هوټل کې د چت پرېوتو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

 

د نوموړي په وینا، دا پېښه ،د جون په لومړۍ، د شپې هاغه مهال رامنځته شوه، چې د ملاکنډ د درګۍ سیمي څخه راغلي مېلمانه د کالام په “دیس پردیس” هوټل کې مېشت وو، چې د خونې چت پرې ورولوېد.

 

هغه وویل، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ګرځندوی پولیس او د ژغورنې ډلې سیمي ته ورسېدې او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول.

 

د چارواکو په وینا، د وژل شوي کس مړی له قانوني او ضروري چارو تر بشپړېدو وروسته خپلې اصلي سیمي ته لېږدول شوی دی، او د پېښې د لاملونو په اړه نورې پلټنې روانې دي.