د هنګو ښار تاڼې په حدودو کې په بګټو ټاپ د فېډرل کنسټبلرۍ (اېف سي) پوسته ناڅرګنده کسانو د چاودېدونکو موادو په وسیله چاودنه کړې او ودانۍ ته يې زيان رسولی دی.
پوليس وايي، پېښه ،د جون په لومړۍ، د شپې په مهال رامنځته شوې، چې له امله يې پوستې ته د پام وړ مالي زيان اوښتی دی.
د هنګو د پوليسو مشر (ډي پي او) ،طارق حبيب شال نيوز ته ويلي، چې ياده پوسته له مودې راهيسي غير فعاله او خالي پرته وه، له همدې امله په پېښه کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د پېښې وروسته امنيتي ځواکونو او پوليسو سيمه کلابنده کړې او د شکمنو کسانو د نيولو لپاره يې په بېلابېلو سيمو کې د لټون عمليات پېل کړي دي.
پوليس وايي، د چاودنې په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه د پېښې مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی.

علي افضل افضال