په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل ،ټام اېکرټ، د نړيوالې موزيمونو ورځې په مناسبت د ټکسيلا موزيم څخه ليدنه کړې او هلته يې د خيبر پښتونخوا د سيلګرۍ، کلتور، لرغون پېژندنې او موزيمونو د اضافي سېکرټر ،رحيم الله، او د لرغون پېژندنې او موزيمونو د عمومي رئيس ،ډاکټر عبدالصمد، سره کتلي دي.
د امريکا قونصلګرۍ د معلوماتو له مخې، پلاوي د ټکسيلا موزيم د لرغونو او تاريخي اثارو ننداره وکړه او د ګندهارا د تمدن پر تاريخي ارزښت، د بېلابېلو مذهبونو د پيروانو ترمنځ د سوله ييز ګډ ژوند پر روايت، د مذهب د ازادۍ پر اهميت او د خيبر پښتونخوا د سيلګرۍ پر پراخو امکاناتو خبرې وکړې.
چارواکو وويل چې د ګندهارا تمدن د سيمي د تاريخ يو مهم باب دی او د مذهبي زغم، کلتوري تنوع او ګډ ژوند څرګندونه کوي. دوي زياته کړه چې د دغو لرغونو اثارو ساتنه د راتلونکو نسلونو لپاره د تاريخ او کلتور د خوندي کولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
د امريکا قونصلګرۍ په وينا، امريکايي او پاکستاني چارواکو د کلتوري ميراث د ساتنې په برخه کې پر خپلو ګډو هلو ځلو هم خبرې وکړې. د دغې همکارۍ له لارې په وروستيو کلونو کې سلګونه لرغوني او کلتوري آثار بېرته پاکستان ته راستانه شوي او د موزيمونو له لارې خوندي ساتل شوي دي.
چارواکو هيله څرګنده کړه چې د تاريخي او لرغونو اثارو ساتنه به نه يوازې د سيمي د کلتوري ميراث په خوندي کولو کې مرسته وکړي، بلکې د خيبر پښتونخوا د سيلګرۍ د ودې او اقتصادي پرمختګ لپاره به هم مهم رول ولوبوي.

خالده نیاز