د بنو د میریان تحصیل اړوند د کسکي اخوندان په سیمه کې ناڅرګنده کسانو د چاودېدونکو موادو په وسیله د طبیعي ګازو یا قدرتي ګیس یو مهم پایپ لاین زیانمن کړی، چې له امله یې پنجاب ته د بلونکي ګيس رسد درېدلی دی.
د پولیسو سرچینو د شال نیوز خبریال ته ویلي دي، چې دغه پایپ لاین د شمالي وزیرستان څخه پنجاب ته طبیعي ګاز لېږدوي. د جون په لومړۍ رامنځته شوې چاودنه کې د پایپ لاین یوه برخه زیانمنه شوې او د ګازد لېږد بهیر یې اغېزمن کړی دی.
د چارواکو په وینا، له پېښې وروسته د ګاز رسد د احتیاطي تدابیرو له مخې ځنډول شوی او د اړوندو ادارو تخنیکي ډلې د زیان د تخنمینې او ترمیم چارو لپاره سیمي ته رسېدلې دي.
پولیس او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د چاودنې د څرنګوالي او مسؤلینو د معلومولو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
پولیس وایي، په چاودنه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی، خو د ګاز رسد د ځنډېدو له امله به د پایپ لاین له لارې ګاز ترلاسه کوونکې سیمي اغېزمنې شي.
چارواکي وایي، د پایپ لاین د بیارغونې او د ګاز رسد د بېرته پېلولو لپاره هڅې روانې دي.

صفدر داوړ