پوليس وايي، چې د سویلي وزيرستان د مکين تحصيل په دشکې سيمه کې ،د جون په لومړۍ، د ،۱۹ کلن رضاالله، مړی موندلی شوی دی، په داسې حال کې چې ښیي په ډزو د ویشتلو نه پس وژلی شوی دی.
د مکين تاڼې ايس اېچ او ،هدايت الله، شال نيوز ته ويلي، چې وژل شوی ځوان د زير سار ډانګرکۍ کلي اوسېدونکی و. هغه زیاته کړه، چې رضاالله دوه ورځې وړاندې د ناڅرګنده کسانو لخوا تښتولی شوی و، خو د هغه د تښتونې په تړاو په پوليس تاڼه کې رسمي راپور نه و درج شوی.
د مقتول خپلوانو شال نيوز ته ويلي دي، چې رضاالله له چا سره شخصي دښمني نه لرله. د دوي په وينا، دې پېښې د سيمي اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
پوليس وایي چې د پېښې د پلټنو ترڅنګ د تورنو کسانو د پېژندلو او نيولو لپاره یې هڅې پېل کړې دي، او وايي چې د پېښې اړوند شواهد راټولوي. چارواکي زياتوي، چې د پلټنو له پرمختګ سره به نور معلومات هم له رسنيو سره شريک شي.

ظفر وزير