د شمالي وزیرستان د میرام شاه تحصیل اړوند د درپه ‌خېلو کلي په خوزي او پلنګزي سیمو کې نن ،د جون په لومړۍ، سهار شاوخوا څلور بجې امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر ضد عملیات پېل کړي دي، چې د وروستیو معلوماتو له مخې لا هم دوام لري.

 

ځايي سرچیني وایي، چې امنیتي ځواکونو اوسېدونکو ته څو ځله خبرداری ورکړی دی چې له کورونو دې نه وځي او د خپل خوندیتوب لپاره دې په کورونو کې پاتې شي.

 

د سیمي د اوسېدونکو په وینا، په سیمه کې د چورلکو الوتنې، د درنو او سپکو وسلو ډزې، شیلنګ، د بې‌ پېلوټه الوتکو (ډرونونو) فعالیت او د چاودنو غږونه اورېدل کېږي. ځینو اوسېدونکو له بېلابېلو سیمو څخه د لوګي پورته کېدو خبر هم ورکړی دی.

 

ځینو ځايي سرچینو د ډزو له امله د ملکي وګړو د ټپي کېدو ادعا کړې، خو تر اوسه د دغو ادعاوو رسمي پخلی نه دی شوی، او د احتمالي مرګ‌ ژوبلې په اړه هم کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 

بل لور ته، د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې د ایشا چیک پوسټ څخه تر بویه سیمي پورې ګرځبندېز لګولی دی، چې له امله یې د خلکو تګ راتګ محدود شوی او ګڼ شمېر اوسېدونکي په خپلو کورونو کې پاتې شوي دي.

 

تر اوسه امنیتي ادارو د عملیاتو د موخې، د وسلوالو د احتمالي زیانونو او یا د عملیاتو د پایلو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی. خو سرچیني وایي چې په سیمه کې د وسلوالو پر ضد عملیات او د لټون چارې لا هم روانې دي.