د افغانستان د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د سرخرود ولسوالۍ د شیخ مصري په سیمه کې د کورني تاوتریخوالي په یوه پېښه کې یوه سړي خپله مېرمن او لور وژلي او زوې یې ټپي کړی دی.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په وینا، پېښه ،د مې په ۳۱مه، رامنځته شوې او له راپور ترلاسه کېدو وروسته امنیتي ځواکونه سیمي ته ورسېدل، لومړني اقدامات یې ترسره کړل او تورن کس یې نیولی دی.
چارواکي وايي، نیولی شوی کس په لومړنیو پلټنو کې د خپلې مېرمنې او لور د وژنې اعتراف کړی دی او ویلي یې دي چې دا کار یې د کورنیو اختلافاتو له امله کړی دی.
د امنیتي سرچینو په وینا، په پېښه کې ټپي شوی زوې د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بللی شوی دی.
امنیتي چارواکي زیاتوي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او تورن کس به د لومړنیو تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
کورنی تاوتریخوالی په افغانستان کې د ټولنیزو ستونزو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. د بشري حقونو فعالان او ټولنیز کارپوهان د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د قانون د پلي کېدو، عامه پوهاوي او کورنیو شخړو د هواري پر اغېزمنو لارو چارو ټینګار کوي.

شال نیوز