ځایي پولیس ویلي، چې د باجوړ د لوي ماموند تحصیل د ترخو بازار په سیمه کې د ډزو په یوه پېښه کې ټپیان شوي دوه کسان د درملنې پر مهال مړه شوي دي.
ځایي سرچینو شال نیوز ته ویلي، چې اجمل او عمر خان ،د جون په لومړۍ، د ناڅرګنده وسلوالو په ډزو ټپیان شوي وو او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي وو، خو د ټپونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
بلخوا، د پولیسو ډي اېس پي ،سعید الرحمن، ویلي دي، چې په خار بازار کې ناڅرګنده کسانو په ډزو یو کس وژل شوی دی. د روغتون د سرچینو په وینا، د وژل شوي کس پېژندنه د ،نیاز محمد، په نامه شوې ده، چې د عليزو سړه مېنې اوسېدونکی وو۔
چارواکي وایي، چې د دواړو پېښو په اړه یې پلټنې پېل کړې دي، او د برید کوونکو د پېژندلو او د پېښو د لاملونو د معلومولو لپاره هڅې روانې دي.
تر اوسه هېڅ چا د دې وروستیو پېښو مسؤلیت نه دی منلی، او پولیس وایي چې د پلټنو تر بشپړېدو مخکې د پېښو د عواملو په اړه څه نه شي ویلی.

حسبان الله باجوړې