د سعودي عربستان نه د پاکستاني حاجيانو د بېرته ستنېدو عمليات د مې په ۳۱مه نېټه پیلېږي او ټاکل شوې ده چې په لومړۍ ورځ د ۲۲ الوتنو له لارې به ۵ زره او ۲۳۷ حاجيان هېواد ته راورسېږي.
د حج وزارت او اړوندو چارواکو د معلوماتو له مخې، لومړۍ الوتنه به د جدې ښار نه د ۳۹۱ حاجيانو په وړلو سره د جون په لومړۍ نېټه سهار د پنجاب د سيالکوټ هوايي ډګر ته ورسېږي.
چارواکي وايي، په همدې ورځ به پنځه الوتنې اسلام اباد، څلور کراچۍ او څلور لاهور ته ورسېږي، په داسې حال کې چې ملتان او سيالکوټ ته به درې ـ درې الوتنې، فيصل اباد ته دوه او کوټې ته يوه الوتنه راکوزېږي.
د چارواکو په وينا، د حج د بېرته ستنېدو د عملياتو پر مهال به د سرکاري سکيم له لارې د حج فريضه ادا کوونکي شاوخوا يو لک او ۱۹ زره پاکستاني حاجيان د ۴۷۱ الوتنو په مټ هېواد ته راوستل شي.
په دغو عملياتو کې به د پاکستان نړيوال هوايي شرکت، نور شخصي هوايي شرکتونه او سعودي هوايي شرکتونه برخه اخلي.
د چارواکو په وينا، د حاجيانو د بېرته ستنېدو دا عمليات به د جون تر ۳۰مې نېټې دوام ولري او ټول حاجيان به په پړاوونو کې خپلو ښارونو ته ولېږدول شي.

شال نیوز