د چین د دفاع وزارت ويلي دي، چې چین او پاکستان د خپلو پوځي او دفاعي همکاریو د لا پياوړتيا هوډ تازه کړی دی او دواړه هېوادونه به د پوځونو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې کړي.

 

د چین د دفاع وزارت وياند جيانګ بين په بیجینګ کې یوې خبري غونډې ته وويل چې د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف د وروستي سفر پر مهال دواړو غاړو د دفاعي او ستراتيژيکو اړيکو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.

 

د هغه په وينا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونو ګډ تمرينونه، لکه "شاهين"، "جنګيالي" او "د سمندر ساتونکي"، د پوځي همکارۍ مهمې بېلګې دي.

 

چین او پاکستان له څو لسيزو راهيسي نږدې دفاعي اړيکې لري او چين د پاکستان د وسلو او پوځي تجهيزاتو له مهمو برابرونکو څخه ګڼل کېږي.

 

د دغو همکاریو په چوکاټ کې د پاکستان هوايي ځواک د چين جوړې “جی ـ ۱۰سي” جنګي الوتکې او د چين او پاکستان په ګډه جوړې شوې “جی ایف ۱۷” تندر الوتکې کاروي.

 

د راپورونو له مخې، اسلام اباد له بیجینګ سره د “جی ۳۵” په نوم د پنځم نسل پټو جنګي الوتکو د ترلاسه کولو په اړه هم موافقې ته رسېدلی دی، خو د دغو الوتکو د سپارلو بشپړ مهالوېش تر اوسه نه دی اعلان شوی.

 

د هوايي دفاع په برخه کې پاکستان د “اېچ کیو ۹پي” او “اېچ کیو ۱۶” ډوله دفاعي سيستمونه ترلاسه کړي، چې د الوتکو، بې پيلوټه الوتکو او ځينو توغنديو د مخنيوي لپاره کارول کېږي.

 

په سمندري برخه کې هم چین پاکستان ته د طغرل کلاس څلور جنګي بېړۍ ورکړې دي. سربېره پر دې، دواړه هېوادونه د هانګور کلاس اوبتلونو پر يوه ستره پروژه کار کوي چې له مخې به يې يو شمېر اوبتلونه په چين او ځيني نور په کراچۍ کې جوړېږي.

 

د ځمکني پوځ لپاره د “وي ټي ۴” ټانکونو، “اېس اېچ ۱۵” توپونو او بې پيلوټه الوتکو د ترلاسه کولو خبرونه هم مخکې خپاره شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي چې دا وسايل د پوځ د دفاعي وړتياوو د پياوړتيا برخه ده.

 

د چين د دفاع وزارت وياند وويل چې دواړه هېوادونه به په راتلونکې کې هم ګډ تمرينونه، پوځي روزنه او دفاعي همکاري روانه ساتي.

د چين او پاکستان ترمنځ دغه پوځي همکاري په داسې وخت کې نوره هم پراخېږي چې په سویلي اسيا کې د امنيتي وضعيت، د وسلو د سيالۍ او سيمه ييزو رقابتونو په اړه اندېښنې دوام لري.

 

هند تر دې وړاندې د چين او پاکستان د دفاعي همکاریو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو اسلام اباد او بیجینګ وايي چې د دوي پوځي اړيکې د کوم درېيم هېواد پر ضد نه دي او هدف يې د خپلو دفاعي وړتياوو پياوړتيا او د سيمي ثبات ته وده ورکول دي.