د کوز سویلي وزیرستان د پولیسو مشر ،محمد طاهر شاه وزیر، ویلي دي چې د لوي اختر پر مهال یې د “هوایي ډزو”، ویلنګ او تیز رفتارۍ پر ضد عملیات نور هم سخت کړي دي او هېچا ته به د قانون ماتولو اجازه ورنه کړل شي.

 

د هغه په وینا، پولیسو د واڼا د سرپل په سیمه کې درې ځوانان د “هوایي ډزو” او ویلنګ په تور نیولي دي او د هغوي پر ضد مقدمې هم درج شوې دي.

 

د پولیسو ویاند ویلي، نیول شوي کسان د خلکو په ګڼه ګوڼه کې په خطرناک ډول موټر چلول او داسې حرکات یې کول چې د عامو خلکو ژوند ته یې خطر جوړ کړی و. پولیس وایي، دغه کسان د واڼا سټي تاڼې ته منتقل کړل شوي دي.

 

محمد طاهر شاه وزیر ویلي، پولیس غواړي چې خلک د اختر خوشحالۍ په امن او سکون سره ولمانځي او داسې پېښې تکرار نه شي چې وروسته د کورنیو لپاره په غم بدلې شي.

 

په کوز سویلي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې د اخترونو او ودونو پر مهال “هوایي ډزې” له کلونو راهیسي یو دود ګڼل کېږي، خو د همدې ډزو له امله هر کال د مرګ ژوبلې پېښې هم مخې ته راځي. ځایي خلک وایي، زیاتره وخت مرمۍ بېرته پر کورونو او کوڅو راپریوځي او ښځې، ماشومان او نور عام خلک پکې ژوبل شي.

 

پولیسو ویلي، د اختر په ورځو کې به د ضلعې په بېلابېلو سیمو کې ناکې، ګزمې او چکونه دوام ولري او د قانون ماتونکو پر ضد به بې له توپیره کارروایي کېږي.