د پاکستان نائب وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ځانګړې غونډه کې د ګډون لپاره نيويارک ته رسېدلی دی۔ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ښاغلي ډار دا رسمي سفر به د مې له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې دوام ولري۔

 

ټاکل شوې ده چې محمد اسحاق ډار به د امنيت شورا هغې لوړې کچې غونډې ته وينا وکړي چې د چين د مشرۍ لاندې ترسره کېږي. د غونډې موضوع د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو په رڼا کې د نړيوال امن او سولې ټينګښت او د ملګرو ملتونو د کردار پياوړتيا ده

 

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ښاغلی ډار به د خپل سفر پر مهال د ملګرو ملتونو له لوړپوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزيرانو سره جلا جلا ليدنې هم کوي۔ ويل شوي دي چې په دغو ليدنو کې به پر دوه اړخيزو اړيکو، سيمه ييزو حالاتو او نړيوالو چارو خبرې اترې کېږي۔

 

نيويارک ته په رسېدو د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان دايمي استازي سفير عاصم افتخار احمد او په نيويارک کې د پاکستان قونصل جنرل عامر احمد اتوزي د هغه هرکلی وکړ۔