کوئټه: د بلوچستان اعلی وزير مير سرفراز بګټي په ۱۸م مارچ باندې په کوئټه کې خبري کنفرانس ته په وينا کې وويل چې د بلوچستان امنيتي ادارو په خضدار کې يوه جينئ نيولي ده چې (د دوي په وينا) د ځانمرکي برید په اراده راغلې وه.
خبريالانو ته په خپله وينا کې د بلوچستان اعلی وزير وويل چې امنيتي ادارو د حساس معلوماتو په بنياد په عملياتو کښې لايبه نومي جينۍ ونيوله۔ خبري کنفرانس ته د خبرو په مهال نيول شوې جينۍ لايبه هم په موقع ناسته وه.
خبريالانو ته په وينا کښې لايبه وويل چې د تحریک طالبان پاکستان لخوا د هغې برين واش شوی و او هغه يې د ځانمرګي برید لپاره اماده کړې وه. هغې زياته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان غړو سره يې يو کال مخکې لیدل شوي وو چې هغوي نۀ يوازې دا چې ځانمرګي برید ته اماده کړه بلکه هغې ته يې وويل چې په بلوچستان کې به د بلوچستان يکجهتي کوميټي ښځو سره وويني او دا هم چې هغه به نورې ښځې هم د « فدائي » بريدونو لپاره اماده کوي.
لايبه وويل چې هغه د هاغه وسلوال کمانډر سره ليدلو لپاره روانه وه چا چې به هغې ته د راتلونکي ځانمرګي برید په اړه تفصيل ورکول خو په خضدار کې ونيول شوه.
په دې اړه د بلوچستان وزير اعلی زياته کړه چې وسلوالې ډلې د بلوچستان ښځې د ترهګرۍ لپاره کاروي د کومې لامله چې امنيتي چارواکي مجبور وي چې د موټرو تالاشي واخلي سره د دې چې په موټرو کې ښځې هم ناستې وي.
په بلوچستان کې د عملياتو په اړه اعلی وزير مير سرفراز بګټي وويل چې په تېر ۱۲ مياشتو کښې يې په بلوچستان کښې د ۱۰۰۰ نه زيات اهم وسلوال د مېنځه وړي دي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د مودي راهسي د پاکستان عسکري ځواکونو پر ضد د ښځينه ځانمرګي بریدګرو لخوا بريدونو کې زياتوالی ليدلی شوی دی.
په بلوچستان کې دا وخت د بلوچ يکجهتي کوميټي په نامه يو غورځنګ مشري هم د بلوچستان ښځې کوي چې دغه غورځنګ په بلوچستان کې د لادرکه کړی شوي خلکو لپاره مظاهرې کوي.

شال نیوز