د جماعت اسلامي مشر حافظ نعيم الرحمان له افغانستان سره د سرحدي لارو د سمدستي خلاصولو، له ايران سره د سوداګرۍ د قانوني کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګاز نلليکې پروژې د بشپړولو غوښتنه کړې ده. هغه ويلي، دا ګامونه د اقتصادي ثبات او د ولس د اسانتيا لپاره ډېر ضروري دي.

 

نوموړي ،د مې په ۲۴مه، بلوچستان په ژوب سيمه کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال اعلان وکړ چې ګوند به يې د لوي اختر نه پس په ټول هېواد کې د پټرولو او برېښنا د بې ځايه ګرانۍ پر ضد هړتال کوي. هغه د بلوچستان له ولس او سوداګرو وغوښتل چې په دې لړ کې ورسره بشپړ ملاتړ وکړي.

 

حافظ نعيم الرحمان وړانديز وکړ چې په چمن او نورو سرحدي سيمو کې د لارو د خلاصولو لپاره دې د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو د قبايلو او سوداګرو يوه ګډه کمېټه جوړه کړل شي.

 

هغه دا غوښتنه هم وکړه چې ځانګړي سرحدي سوداګريز زونونه دې جوړ کړل شي او د دغو سوداګريزو لارو د امنيت او ساتنې مسووليت دې ځايي قبايلو ته وسپارل شي.

 

په اوسنيو سرحدي تګلارو د نيوکې پر مهال د جماعت اسلامي مشر وويل، لارې د شپې لخوا د څو کسانو د ګټو لپاره تړلی کېږي، خو له دې امله د زرګونو خلکو روزګار اغېزمن شوی دی. هغه ټينګار وکړ چې له ايران سره د تېلو او نورو توکو په ګډون ټول تجارت بايد د قانوني لارو ترسره کړل شي.

 

په دې موقع د بلوچستان لپاره د جماعت اسلامي صوبايي مشر مولانا هدايت الرحمان بلوڅ وويل، د صوبې خپلې وسيلې بايد د همدې سيمي د خلکو د ښېګړې لپاره وکارول شي. هغه زياته کړه، که ولس ملاتړ وکړي، نو دوي کولی شي د ورک کړل شوو کسانو، د پولو د بندېدو، بې روزګارۍ او بدامنۍ په څېر ستونزو ته حل ولټوي.

 

نوموړي په کوېټه کې شوی بمي بريد په کلکه وغانده او ويې ويل، چې له دې سره سره چې امنيتي ادارو ته غټ فنډونه ورکول کېږي، بيا هم د عام ولس د امنيت په ساتنه کې د چارواکو پر کارکردګۍ پوښتنې راپورته کېږي.

 

مولانا هدايت الرحمان بلوڅ په هرنايي او لورالايي کې د تېلو پر ګاډو د اور اچولو په پېښو هم اندېښنه وښوده او د بلوچستان له حکومته يې غوښتنه وکړه چې له زيانمنو سوداګرو سره مالي مرسته وکړي او د هغوي د کاروباري هلو ځلو د خونديتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.