د کوز سویلي وزيرستان د واڼې په سټي ټو سيمه کې له تېرو پينځو ورځو راهيسي د بجلۍ رسد بند دی، چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي۔

 

د سيمي اوسېدونکو شال نيوز ته ويلي، چې د واڼا ګريډ سټېشن چارواکي د بجلۍ بندېدو ذمه واري پر ټاني ګريډ اچوي، خو تر اوسه د ستونزې د هواري لپاره کوم عملي ګام نه دی پورته شوی۔

 

د ځايي خلکو په وينا، د ثمرکوټ، کالوتئ، ګنګي خېل او زېړۍ نور فيډرونو سره تړلي خلک له څو ورځو راهيسي د بجلۍ بحالېدو ته په طمه دي۔ هغوي وايي، د بجلۍ د اوږد بندښت له امله نه يوازې د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن شوی دی، بلکې خلک د څښلو اوبو د کمي سره هم مخ دي.

 

د سيمي خلکو غوښتنه کړې ده چې ضلعي انتظاميه دې سمدستي د واڼا ګريډ سټېشن له چارواکو او اړوند عملې نه د دغو فيډرونو د ټرپ کېدو په اړه مالومات واخلي او اغېزمنو سيمو ته دې د بجلۍ او پاکو اوبو رسد يقيني کړي۔

 

اوسېدونکي وايي، خلک له وړاندې نه د ګرانۍ، اقتصادي ستونزو او د لوي اختر د قربانۍ تياريو له امله د ذهني فشار سره مخ دي، خو پرله ‌پسې لوډشيډنګ يې ستونزې نورې هم سېوا کړې دي۔

 

خلکو پر واپډا چارواکو د غفلت او خراب کارکردګۍ تور پورې کړی او غوښتنه يې کړې ده، چې د واپډا اېکسين، سپرنټنډنټ او اړوند عملې پر ضد دې قانوني کارروایي وشي۔

 

بلخوا د واڼا ګريډ سټېشن انچارج ويلي، چې د بجلۍ لوډشيډنګ د ټانې ګريډ له اړخه دی او واڼا ګريډ ورسره هېڅ تعلق نه لري۔