د آسټرېلیا د کرکټ قامي لوبډلې لومړۍ ډله د درې یو ورځنيو سیالیو سيريز لپاره پاکستان ته راورسېده۔ د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو د مېلمنو لوبغاړو تود هرکلی وکړ او ويې ويل چې د لوبډلې دويمه ډله به هم نن اسلام آباد ته راورسيږي، چې ورسره به د سيريز تيارۍ پېل شي۔
بلخوا، د پاکستان کرکټ بورډ د آسټرېلیا پر ضد سيريز لپاره ۱۶ کسیزه کرکټ لوبډله اعلان کړې ده۔ شاهين شاه اپرېدی د لوبډلې کپتان او سلمان علي آغا مرستيال کپتان ټاکل شوی دی۔
په لوبډله کې بابر اعظم، نسيم شاه، حارث رؤف، شاداب خان او سفيان مقيم يو ځل بيا شامل کړی شوي دي، چې د بنګله دېش پر ضد په تېر سيريز کې نه وو شامل۔
د محمد رضوان د خراب فارم او د عثمان خان د ناروغۍ له امله، محمد غازي غوري او روحيل نذير د وکټ ساتونکو بېټرانو په توګه لوبډله کې اخيستی شوي دي۔
احمد دانيال، عرفات منهاس او روحيل نذير د لومړي ځل لپاره په قامي لوبډله کې شامل کړی شوي دي۔ بلخوا فخر زمان او صائم ايوب د ټپونو له امله د دې سيريز نه بهر پاتې شوي او د ډاکټرانو تر څارنې لاندې دي۔
د پاکستان او آسټرېليا ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه به ،د مې په ۳۰مه، د راولپنډۍ کرکټ سټېډيم کې کېږي، په داسې حال کې چې دويمه او درېيمه لوبه به د جون په ۳مه او ۴مه نېټه د لاهور په قذافي سټېډيم کې ترسره کېږي۔
د پاکستان په بشپړه لوبډله کې شاهين شاه اپرېدی، سلمان علي آغا، بابر اعظم، حارث رؤف، نسيم شاه، شاداب خان، عبدالله صمد، ابرار احمد، احمد دانيال، عرفات منهاس، معاذ صداقت، محمد غازي غوري، روحيل نذير، صاحبزاده فرحان، شاميل حسين او سفيان مقيم شامل دي۔

شال نیوز