د پاکستان د وزیراعظم د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې وزیراعظم محمد شهباز شریف چین ته د څلورو ورځو په رسمي سفر روان شوی دی.

 

د خبر پاڼې لمخې، په دغه سفر کې د نائب وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال، د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ، د معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې شزه فاطمه او د وزیراعظم سلاکار طارق فاطمي په ګډون یو لوړپوړی پلاوی هم له نوموړي سره ملګری دی.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د وزیراعظم دا سفر به د می له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې دوام لري. او د خپل سفر پر مهال به وزیراعظم شهباز شریف له لوړپوړو چینایي مشرانو سره په مهمو لیدنو کې په سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې اترې وکړي.

 

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند طاهر اندرابي په خپلو تازه څرګندونو کې تایید کړه، چې د دغه سفر پر مهال به له چینایي مشرتابه سره د امریکا او ایران ترمنځ د روان ناورین او د منځني ختیځ د وضعیت په اړه هم تفصیلي خبرې وشي.

 

د سفارتی سرچینو په وینا، د وزیراعظم شهباز شریف د چین دغه سفر کېدی شي د ایران د اټومي پروګرام په اړه د یوې لویې نړیوالې معاملې برخه وي. داسې راپورونه شتون لري چې چین چمتو دی ترڅو د ایران د غني شوي یورانیمو د ساتلو مسؤلیت په غاړه واخلي او له همدې امله په دې وروستیو کې د روسیې د ولسمشر، د منځني ختیځ د مشرانو او ایراني چارواکو لخوا چین ته پرله پسې سفرونه شوي دي.

 

څنګه چې پاکستان په دې ټوله پروسه کې د اصلي منځګړي رول لوبوي او په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال جنرال سید عاصم منیر هم په تهران کې شتون لري او له ایراني مشرتابه سره په خبرو بوخت دی، نو د وزیراعظم شهباز شریف د چین سفر د دغې احتمالي پریکړې او روغې جوړې په لړ کې د یو مهم ګام په توګه کتل کېږي.

 

پاکستان او چین په منځني ختیځ کې د امن په لړ کې په پرله پسې توګه یو بل سره په تماس کې دي او د سیمي د ثبات ستونزه به د وزیراعظم په دغه سفر کې د بحث یوه مهمه برخه وي.