د اسلام اباد هایي کورټ د وفاقي دارالحکومت په حدودو کې د کوڅه ډبو سپیو پر وژلو، زهر ورکولو او ویشتلو تل لپاره مکمل بندیز لګولی او د هغوي د شمېر قابو کولو لپاره یې د نیولو، شنډولو، واکسین کولو او بېرته خوشي کولو نړیواله طریقه خپله کړې ده۔
د عدالت جج جسټس خادم حسین سومرو ،د مې په ۲۲مه، په خپله ۲۴ پاڼې تفصیلي پرېکړه کې ویلي، چې د بې ګناه ځناورو ډله ییزه وژنه د اسلامي اصولو، قران او سنت او نړیوالو اصولو خلاف ده۔ پرېکړه د اسلام اباد یوې اوسېدونکې ،نیلوفر، له خوا د جمع کړی شوي قانوني خواست په بنیاد اورول شوې ده۔
په پرېکړه کې ویل شوي دي، چې یوازې هغه سپي ،چې لېوني وي یا په داسې سخته ناروغۍ اخته وي چې علاج یې ممکن نه وي، د وترنرۍ ډاکټر په سلا په انساني طریقه مړه کېدی شي۔
عدالت د پلازمېني اړوند ادارې پابندې کړې دي چې د کوڅه ډبو سپیو مکمل ریکارډ وساتي، د سپیو د چیچلو او پر ځناورو د ظلم د پېښو لپاره ځانګړی مالوماتي نظام جوړ کړي او په استوګنیزو او کاروباري سیمو کې د کثافاتو انتظام هم ښه کړي، ترڅو د سپیو د خوراک سرچیني کمې شي۔
په پرېکړه کې دا هم ویل شوي دي، چې په پاکستان کې د سړکونو پر سر ګرځېدونکو ځناورو د انتظام لپاره د ۱۸۹۰ کال زوړ قانون اوس د وخت غوښتنو سره سمون نه خوري۔ عدالت اړوندو ادارو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی چې د نوي نظام عملي کولو په اړه خپل پرمختګ رپوټ وړاندې کړي۔

شال نیوز