د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، چې د بره دیر د واړۍ دسکوړ پاین په غرنۍ سیمه کې یو فیلډر ډوله موټر ژورې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې یو ځوان مړ شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون اته نور کسان ژوبل شوي دي۔

 

ځایي سرچیني وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې موټر پر غرنۍ او ستونزمنه لاره روان وو او ناڅاپه له سړکه واوښت۔

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو د معلوماتو له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو سمدستي وروسته د ژغورنې ډلې سیمي ته رسېدلې او ټول ژوبل کسان یې د لومړنیو طبي مرستو لپاره د واړۍ روغتون ته منتقل کړي دي۔ د ریسکیو چارواکي وایي، د ځینو ژوبلو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی۔

بلخوا پولیسو او اړوندو چارواکو د پېښې د کره لامل معلومولو لپاره پلټنې پېل کړې دي۔