لاهور (شال نیوز) : د پاکستان کرکټ بورډ د ۳۸ لوبغاړو لپاره د مرکزي کنټریکټونو نوی فهرست اعلان کړی، چې پکې محمد رضوان، شان مسعود او امام الحق ته ځای نه دی ورکړل شوی.

 

د نومبر په ۲۱مه د اعلان شوي فهرست له مخې، بابر اعظم او سلمان علي آغا د ټېسټ او یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په ګډه ډله کې شامل شوي دي.

 

شاهین شاه اپریدی، حارث رؤف او فخر زمان د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کنټریکټونه ترلاسه کړي، خو نسیم شاه، شاداب خان او صاحبزاده فرحان یوازې د شل اوریزو سیالیو په ډله کې شامل دي.

 

کرکټ بورډ د ۱۹ ځوانو لوبغاړو لپاره هم ځانګړې ډله جوړه کړې ده، چې موخه یې د نویو لوبغاړو روزنه او نړیوال کرکټ ته د هغوی چمتو کول دي. د بورډ د اعلان له مخې، نوي کنټریکټونه به د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۳۰مې پورې اعتبار ولري.

 

په نوي فهرست کې د محمد رضوان، شان مسعود او امام الحق د نه شاملېدو لامل نه دی څرګند شوی. بورډ د کنټریکټونو د مالي ارزښت په اړه هم معلومات نه دي ورکړي.