دره آدم خېل (شال نیوز) : د کوهاټ ضلعې په دره آدم خېل کې د یوې ادبي غونډې ګډونوالو د پښتو ژبې، ادب او کلتور د ودې لپاره د ځوان نسل په هڅولو ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې په سکولونو او نورو تعلیمي ادارو کې دې پښتو ژبې او ادب ته زیاته پاملرنه وشي.
دا ادبي غونډه او مشاعره د النور بزم ادب له خوا جوړه شوې وه چې مشري یې مشهور شاعر او ادیب پروفېسر ډاکټر اباسین یوسفزي کوله. په غونډه کې اسیر منګل، ډاکټر اسلم تاثیر، ډاکټر شکور جان خټک او یو شمېر نورو شاعرانو او د ادب مینه والو ګډون کړی و.
ګډونوالو د پښتو ژبې، ادب او کلتور پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د خپلې مورنۍ ژبې ساتنه او وده د ټولنې د هر وګړي ذمه واري ده. ویناوالو وویل چې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ لپاره یوازې ادبي غونډې او مشاعرې کافي نه دي، بلکې ضروري ده چې ځوانان د کتابونو لوستلو، لیکلو او ادبي فعالیتونو ته وهڅول شي.
دوی غوښتنه وکړه چې په سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو کې دې د پښتو ژبې او ادب د زده کړې او څېړنې لپاره نورې موقعې برابرې شي. په مشاعره کې شاعرانو خپل شعرونه واورول او د پښتو ژبې، کلتور، ټولنیز ژوند او نورو موضوعاتو په اړه یې خپل ادبي خیالات وړاندې کړل.
د غونډې ګډونوالو د دې ډول ادبي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه او ویې ویل چې مشاعرې او ادبي ناستې د شاعرانو او لیکوالانو ترمنځ د اړیکو په پیاوړي کولو او د نویو استعدادونو په راڅرګندولو کې مهم کردار لوبولی شي.


شال نیوز