پېښور (شال نیوز) : په پېښور کې نن د پښتو فلمونو او ټلویزیون د جایزو اکاډمۍ پرانیسته کېږي. د پرانیستې مراسم به د ماسپښین په یوه نیمه بجه په نشتر هال کې ترسره شي.

 

د پښتو فلمونو جوړوونکي او ډایرکټر اشفاق تورو ویلي چې د دې اکاډمۍ د جوړولو مقصد د پښتو فلمونو، ډرامو او ټلویزیون د هنرمندانو هڅول، د هغوی د کار ستاینه او نویو استعدادونو ته موقع ورکول دي.

 

اشفاق تورو وايي، اکاډمي به د پښتو فلمونو او ډرامو د هنرمندانو، لیکوالانو، ډایرکټرانو او تخنیکي کارکوونکو د خدمتونو د ستاینې لپاره کار کوي. ټاکل شوې چې د پرانیستې په مراسمو کې د پښتو فلمونو او ډرامو جوړوونکي، ډایرکټران، لیکوالان، هنرمندان او د کلتور له څانګې سره تړلي کسان ګډون وکړي.

 

په خېبر پښتونخوا کې د پښتو فلمونو او ډرامو د صنعت د پرمختګ، نویو هنرمندانو ته د موقع ورکولو او د هنري فعالیتونو د ملاتړ غوښتنې له ډېرې مودې راهیسې کېږي. د اکاډمۍ د راتلونکو فعالیتونو، د جایزو د ورکولو د طریقې او د هنرمندانو د انتخاب د اصولو په اړه لا نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي.