مسکو (شال نیوز) : پاکستانۍ اداکارې دنانیر مبین د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د «ډایمنډ بټرفلای» فلمي جایزو په مراسمو کې د غوره اداکارې جایزه ګټلې ده. دغه مراسم د نومبر په ۱۲مه ترسره شوي وو، چې پکې د ۱۹ هېوادونو ۴۱ فلمونو د بېلابېلو جایزو لپاره سیالي کوله.
دنانیر مبین ته دا جایزه په «میرا لیاري» فلم کې د مرکزي کردار د لوبولو له امله ورکړل شوې ده. د روسیې مشهور اداکار سرګي ګرماش هغې ته جایزه وړاندې کړه.
دنانیر مبین د جایزې له ترلاسه کولو وروسته په خپله وینا کې وویل چې د دوی فلم د هغو ښځو کیسه بیانوي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
هغې وویل: «زموږ فلم د ښځو د حقونو په اړه یوه مهمه کیسه ده. د دې فلم لپاره شوې ټولې هڅې ارزښتناکې وې او نن د همدې فلم له امله دلته ولاړه یم.»
دا پرلهپسې دویم کال دی چې یوې پاکستانۍ اداکارې د ډایمنډ بټرفلای فلمي جایزو په مراسمو کې جایزه ترلاسه کړې ده. تېر کال پاکستانۍ اداکارې سونیا حسین ته په «ټرمائټ» فلم کې د کردار لوبولو له امله د غوره مرستیالې اداکارې جایزه ورکړل شوې وه.
د ډایمنډ بټرفلای فلمي جایزې د روسیې د کلتوري بنسټ له خوا د دغه هېواد د کلتور وزارت په ملاتړ ورکول کېږي. د دغو جایزو موخه د فلمونو له لارې د بېلابېلو هېوادونو او ولسونو ترمنځ د کلتوري اړیکو او همکارۍ پراخول دي.


شال نیوز