کابل (شال نیوز) : د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نومبر ۲۰مې، د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په يوه لیکلي پيغام کې ټینګار وکړ چې د زده‌کړو دروازې باید له کوم محدودیت پرته هم نجونو او هم هلکانو پر مخ پرانیستې وي.

 

کرزي پر اېکس وویل چې سږکال دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي او د لومړنیو زده‌کړو په عمر برابر له نیمایي زیات ماشومان له رسمي عمومي زده‌کړو بې‌برخې دي.

 

 

نوموړي زیاته کړه چې د ماشومانو نړیواله ورځ د ماشومانو زده‌کړو، روغتیا او امنیت ته د پاملرنې او رسېدنې په برخه کې د ټولنې ستر رسالت او د هغوی د لومړنیو حقونو د رعایتولو اړتیا را په یادوي.

 

کرزي ټینګار وکړ:

 

“فقر او محرومیت زموږ ماشومان د خوارځواکۍ او بې‌سوادۍ له امله له جدي زیانونو او خطرونو سره مخ کوي چې پر ماشومانو سربېره د کورنۍ، ټولنې او د هېواد راتلونکي روغتیا او امنیت هم ګواښي.”

 

هغه زیاته کړه:

 

“افغانستان هغه مهال له دې خطر څخه خلاصېږي او ابادۍ او سوکالۍ ته رسېږي چې زموږ د ماشومانو روغتیا او امنیت تضمین وي او د زده‌کړې دروازه له هېڅ ډول محدودیت پرته زموږ د ټولو ماشومانو، که نجونې دي او که هلکان، پر مخ پرانیستې وي.”

 

کرزی ښايي د افغانستان دننه یوازینۍ مخکښه څېره وي چې تل په ښکاره ډول د ښځو او نجونو د زده‌کړو د حق غوښتنه کوي. هغه باور لري چې یو شمېر طالب چارواکي هم په دې برخه کې له ده سره همغږي دي. کرزی سوله او زده‌کړې د افغانستان د سوکالۍ کلي بولي او د ښځو او نجونو د مساوي زده‌کړو پر حق ټینګار کوي.

 

نوموړی چې د طالبانو له اجازې پرته له کوره نشي وتلای او له چا سره لیدنه نشي کولای، په تېرو پنځو کلونو کې یې تل د جګړې او نښتو پر ځای له سوله‌ییزو لارو د افغانستان د ستونزې پر حل ټینګار کړی دی.