راولپنډۍ (شال نیوز) : پاکستان د دویمې ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ سریلانکا ته د اتو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دوو لوبو ټېسټ سیریز یې په یوه صفر وګاټه. دا لوبه چې د راولپنډۍ په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پاکستان د ۹۰ منډو هدف په ۱۳ اورونو کې د دوو وېکټو په زیان پوره کړ.

 

د پاکستان لپاره عامر جمال په ۲۲ توپونو ۳۴ منډې وکړې. په دې لوبه کې یې یوه شپږیزه او پنځه څلوریزې ووهلې. اذان اویس ۳۲ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. طیب عارف ۱۳ او محمد طحه څلور منډې جوړې کړې.

 

سریلانکا د لوبې په څلورمه ورځ خپله دویمه پاڼۍ د نهو وېکټو په زیان د ۳۰۹ منډو له سکور څخه پیل کړه او په پاتې اوو منډو یې ټولټال سکور ۳۱۶ ته ورساوه. د سریلانکا لپاره ملان رتنانایکې ۶۶ منډې وکړې، په داسې حال کې چې کوشل مېنډس او سونال دینوشا هم نیمه سلیزې ووهلې.

 

د پاکستان له لوري محمد عباس او عامر جمال درې، درې او رضوان الله دوه وېکټې واخیستې. سریلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۹۸ منډې کړې وې، خو پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۲۵ منډې جوړې کړې وې او د ۲۲۷ منډو برلاسی یې ترلاسه کړی و.

 

د یادونې ده چې د پاکستان تېز توپ اچوونکی ثاقب خان د ورون د عضلې د ټپ له امله د لوبې له درېیمې ورځې وروسته میدان ته نه و وتلی او پاکستان اړ شوی و چې د پاتې لوبې لپاره له خپلو درېیو نورو تېز توپ اچوونکو کار واخلي.