مردان (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ګورنر د اطلاعاتو، ریلیف او بیارغونې سلاکارې ثمر هارون بلور ادعا کړې چې د صوبايي حکومت د امنیتي تګلارې له امله په تېرو پنځو اوونیو کې د ترهګرۍ پېښې ۸۰ سلنه کمې شوې دي.

 

هغې د مردان په پریس کلب کې خبریالانو ته وویل چې حکومت غواړي صوبايي پولیس پیاوړي او خپلواک کړي، څو د امن او امان ساتلو لپاره خپلې ذمه وارۍ په ښه توګه ترسره کړي. خو ثمر هارون بلور د ترهګرۍ د پېښو د کمېدو په اړه تفصیلي شمېرې او د تېرو اوونیو پرتلیز معلومات وړاندې نه کړل.

 

هغې وویل چې په صوبه کې د امنیتي حالاتو له امله ایمرجنسي لګول شوې، خو حکومت به د امنیت ترڅنګ د ولس د ستونزو هوارولو او انتظامي چارو ته هم پاملرنه کوي. ثمر هارون بلور د مواصلاتو او تعمیراتو په محکمه، سي اېنډ ډبلیو، کې د ۱۹ اربه روپیو د مبینه کرپشن تور پورې کړ او ویې ویل چې په دې اړه به ډېر ژر مقدمه درج شي.

 

د هغې په وینا، په دې مبینه کرپشن کې پخوانی وزیراعلی او د هغه د کورنۍ ځینې غړي هم ښکېل دي. هغې پر پخواني حکومت د نهو اربه روپیو د مالي بې نظمۍ تور هم پورې کړ او ویې ویل چې د پخواني حکومت اړوند ترقياتي منصوبې او د معدنیاتو د محکمې ټېکې منسوخ کېږي.

 

د دغو تورونو په اړه د پخواني وزیراعلی او نورو اړوندو کسانو دریځ لا نه دی ترلاسه شوی. د صحت د څانګې په اړه ثمر هارون بلور وویل چې حکومت د میډیکل ټیچنګ انسټیټیوټس، اېم ټي آی، په قانون کې بدلونونه راولي، څو د روغتونونو انتظامي چارې ښې شي.

 

هغې د ازادې او ذمه وارې صحافت پر اهمیت هم خبرې وکړې او د مردان پریس کلب لپاره یې د ۲۲ لکه روپیو مالي مرستې اعلان وکړ. په دې موقع د مردان پریس کلب صدر لطف الله لطف، جنرل سېکرټري هدایت الرحمان هوتي او یو شمېر نور کسان هم موجود وو.