تهران (شال نیوز) : د افغانستان د فولادو د کارخانو یو شمېر مالکانو او صنعتکارانو د ایران د فلزاتو او فولادو د صنعت په ۲۳م نړیوال نندارتون «ایران متافو» کې ګډون کړی دی.
په دغه نندارتون کې افغان صنعتکارانو ته د فولادو د تولید له نوې ټکنالوژۍ سره د بلدتیا، د تجربو د شریکولو، د پانګونې د فرصتونو د موندلو او له ایراني او نړیوالو شرکتونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو زمینه برابره شوې ده.
د فولادو د صنعت فعالان وايي، افغانستان د معدني زېرمو او صنعتي امکاناتو له پلوه د فولادو د تولید او پراختیا ښه ظرفیت لري.
د دوی په وینا، د سیمې د هېوادونو له تجربو ګټه اخیستل، د تولیداتو د معیار لوړول، په نویو ماشینونو پانګونه او د ټکنالوژۍ پراختیا کولی شي د افغانستان د فولادو صنعت پیاوړی کړي.
د صنعتکارانو په باور، د دې برخې پرمختګ به نه یوازې پر وارداتي فولادو د افغانستان اړتیا کمه کړي، بلکې نورو هېوادونو ته به د افغان فولادو د صادراتو زمینه هم برابره کړي.


شال نیوز