پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وايي، په پېښور کې د ۲۰۲۷ کال د څوارلسمو سوېلي اسیايي لوبو د سیالیو ترسره کېدل به په نړیواله کچه د صوبې د مثبت انځور په څرګندولو کې مرسته وکړي.
نوموړي دا څرګندونې په ګورنر هاوس پېښور کې د یوې غونډې پر مهال کړې دي، چې د سوېلي اسیايي لوبو د سیالیو د ترسره کېدو لپاره د چمتووالي او انتظاماتو ارزونې ته ځانګړې شوې وه.
د ګورنر دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د لوبو سلاکار ډاکټر سرفراز علي شاه، د لوبو سېکرټر محمد آصف، د لوبو عمومي مشر واصل خان او نورو اړوندو چارواکو ګډون کړی وو.
په غونډه کې ګورنر ته په پېښور کې د لوبو د سیالیو د ترسره کېدو لپاره د روانو چمتووالو او انتظاماتو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول او د لوبو د بریالي ترسره کېدو لپاره پر بېلابېلو وړاندیزونو او اداري چارو خبرې وشوې.
فیصل کریم کنډي اړوندو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې لوبغاړو ته د بشپړ امنیت او نورو اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره باید پر وخت ګامونه پورته کړي.
د هغه په وینا، د سوېلي اسیايي لوبو ترسره کېدل به ځوانان سپورتي فعالیتونو ته وهڅوي او په صوبه کې به د لوبو د ودې لپاره هم زمینه برابره کړي.


شال نیوز