راولپنډۍ (شال نیوز) : پاکستان د راولپنډۍ ټېسټ لوبې په دویمه ورځ د سریلانکا درې لوبغاړي سوځولي او د مېلمه لوبډلې پر وړاندې یې د اننګز د ماتې خطر زیات کړی دی.
د راولپنډۍ په کرکټ لوبغالي کې د دویمې او وروستۍ ټېسټ لوبې په دویمه ورځ پاکستان خپله لومړۍ پاڼۍ په ۳۲۵ منډو بشپړه کړه او د سریلانکا د لومړۍ پاڼۍ د ۹۸ منډو په ځواب کې یې د ۲۲۷ منډو مخکښوالی ترلاسه کړ.
د پاکستان لپاره غازي غوري ۵۴ منډې وکړې، په داسې حال کې چې رضا الله په ۳۲ توپونو ۴۲ منډې جوړې کړې. دواړو لوبغاړو د نهمې وېکټې لپاره ۵۶ منډې ملګرتیا وکړه. طیب عارف ۴۶، اذان اویس ۴۷، سعود شکیل ۲۴، صاقب خان ۳۷ او سلمان علي اغا ۲۱ منډې جوړې کړې.
د سریلانکا لپاره لاهېرو کمارا پنځه او اسیتا فرنانډو درې وېکټې واخیستې. سریلانکا د ۲۲۷ منډو د پوروړي کېدو وروسته خپله دویمه پاڼۍ پیل کړه، خو د پاکستان توپ اچوونکو یې درې لوبغاړي په ۷۴ منډو وسوځول.
صاقب خان لاهېرو اودارا، رضا الله دنیش چندیمل او عامر جمال کمیندو مېنډس وسوځول. د دویمې ورځې د لوبې تر پای پورې د سریلانکا دننجایا ډي سلوا په ۲۴ او پسندو سوریا بندارا په ۱۸ منډو ناسوځېدلي پاتې وو.
سریلانکا د پاکستان د لومړۍ پاڼۍ د مخکښوالي د ختمولو او د اننګز له ماتې څخه د ځان ژغورلو لپاره لا هم ۱۵۳ منډو ته اړتیا لري او اووه وېکټې یې پاتې دي.
د یادونې ده چې پاکستان د لوبې په لومړۍ ورځ د خپلو تېز توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله سریلانکا په ۹۸ منډو وسوځوله. محمد عباس، عامر جمال او رضا الله درې، درې وېکټې اخیستې وې، په داسې حال کې چې صاقب خان یوه وېکټه ترلاسه کړې وه.


شال نیوز