کابل (شال نیوز) : د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بېځایه شویو کورنیو ماشومان د خوراکي توکو له کمښت، روغتیايي ستونزو او اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي.
د ادارې د راپور له مخې، له بېځایه کېدو وروسته د سروې شویو ماشومانو ۵۵ فیصده خوراکي توکو ته د پخوا په پرتله لږ لاسرسی لري، په داسې حال کې چې د ۴۱ فیصده ماشومانو روغتیايي حالت خراب شوی دی.
دغه راپور د افغانستان په اوو ولایتونو کې له ۸۰۰ څخه زیاتو ماشومانو او د کورنیو له سرپرستانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی. د ماشومانو د ژغورنې اداره وايي، بېځایه کېدو د ډېرو کورنیو اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي او ماشومان یې له بېلابېلو خطرونو سره مخ کړي دي.
ادارې خبرداری ورکړی چې د بېځایه کېدو دوام، بېوزلي او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ستونزې ښايي نور ماشومان هم سختو کارونو ته اړ کړي او د تاوتریخوالي خطر ورسره زیات شي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې له بېځایه شویو کورنیو سره بشري مرستې زیاتې کړي او د ماشومانو خوراکي، روغتیايي او د خوندیتوب اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
اداره ټینګار کوي چې بېځایه شوي ماشومان د مرستو او ملاتړ اړتیا لري، څو د بېوزلۍ او بېځایه کېدو له امله یې ژوند او راتلونکی له نورو خطرونو سره مخ نه شي.


شال نیوز