هرات (شال نیوز) : د افغانستان په هرات ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، دوه کسان یې د صنعتي تېلو د بسته بندۍ او د خوراکي تېلو په نوم د خرڅولو په تور نیولي دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ په وینا، دغو کسانو هغه صنعتي تېل چې د چرګانو په فارمونو او د صابون جوړولو په صنعت کې کارول کېږي، د خوراکي تېلو په نوم په هرات او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې خرڅول.
چارواکي وايي، دغه تېل په نیم لیټري، یو لیټري، پنځه لیټري، لس لیټري او شپاړس لیټري لوښو کې بسته بندي کېدل او بیا د خوراکي تېلو په نوم بازار ته وړاندې کېدل. د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د دغې قضیې په تړاو یوه کارخانه او د تېلو د ساتلو څو ګودامونه هم موندل شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال یې د صنعتي تېلو نږدې درې زره شل لیټري بېرلونه نیولي، چې ټولټال شاوخوا ۶۰ زره لیټره تېل کېږي. تر اوسه نه ده څرګنده چې دغه تېل له څومره مودې راهیسې خرڅېدل، کومو ولایتونو ته رسول شوي او څومره خلکو پېرودلي دي.
د هرات امنیتي چارواکو دا هم نه دي ویلي چې د دغو تېلو د استعمال له امله د چا روغتیا ته زیان رسېدلی او که نه. د نیول شوو کسانو نومونه او د هغوی په اړه د قانوني اقداماتو نور جزییات هم نه دي خپاره شوي.


شال نیوز