کابل (شال نیوز) : د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر، جنرال یاسین ضیا، د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده د واک شریکولو وړاندیز د مخالفینو له لوري پر طالبانو د پوځي فشارونو د زیاتېدو پایله بللې ده. نوموړي ویلي، طالبان اوس پوه شوي چې مخالفین به یې د افغانستان تر ازادۍ او د طالبانو د واکمنۍ تر پای ته رسېدو پورې له مبارزې لاس وانخلي.

 

ضیا ویلي، د دوی د مبارزې موخه د واک او شتمنۍ ترلاسه کول نه، بلکې د عدالت ټینګښت، د خلکو د برخلیک ټاکلو حق او د ټولو وګړو لپاره د برابرۍ تأمین دی. هغه زیاته کړې، هبت‌الله اخندزاده دوی د څوکیو غوښتونکو او ډالرپالو کسانو په څېر ګڼلي، خو د دوی مبارزه د حکومتي مقامونو او مالي ګټو لپاره نه ده.

 

د ازادۍ جبهې مشر ټینګار کړی چې طالبان په افغانستان کې واک غصب کړی او تر هر ډول وړاندیز وړاندې باید واک بېرته خلکو ته وسپاري. نوموړي د طالبانو د مشر وروستي وړاندیزونه دوکه‌کوونکي بللي او ویلي یې دي چې دغه څرګندونې به د مخالفینو د مبارزې پر انګېزې اغېز ونه کړي.

 

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده د لړم په ۲۶مه د کابل پوهنتون په یوه غونډه کې د لومړي ځل لپاره د دغې ډلې مخالفینو ته په حکومت کې د ونډې ورکولو وړاندیز وکړ.

 

هبت‌الله له مخالفینو غوښتي چې افغانستان ته راستانه شي او ویلي یې دي چې حکومتي څوکۍ به د افرادو د وړتیا او استعداد پر بنسټ ورکول کېږي. هغه همداراز ویلي چې په افغانستان کې جګړه نه غواړي او له مخالفینو یې غوښتي چې د حکومتي څوکیو ترلاسه کولو لپاره جګړه ونه کړي.