جنېوا (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو په جنېوا دفتر کې د افغانستان استازي ويلي، کابل پوهنتون اوس له تیارو سره د بیعت پر ډګر بدل شوی دی. نصیراحمد اندېشه پر خپل اېکس پاڼه په دې پوهنتون کې د طالبانو د مشر، هبت‌الله اخندزاده په ملاتړ د جوړې شوې غونډې په غبرګون کې وویل:

 

“کابل پوهنتون یو وخت د هېواد د لوړو زده کړو زانګو او په سیمه کې مخکښ علمي مرکز و، خو نن د طالبانو پټ مشر هلته غونډه جوړوي څو پلویان یې ملاتړ ورسره تکرار کړي. په ملګرو ملتونو کې د هېواد د غړیتوب اتیا کاله وروسته، دغه حالت د ټولنې د ډله‌ییز شرم یوه هینداره ده.”

 

 

هغه وايي، روڼ اندي، پوهان او مشران باید پر دغه وضعیت د شرم احساس کړي. اندېشه زیاتوي، طالبان له اسمانه نه دي راغورځېدلي، بلکې د همدې ټولنې د کلتور، فکر او عقل زېږنده دي او له دې ترخې پدیدې سره باید صادقانه او جدي چلند وشي.

 

نصیراحمد اندېشه ویلي چې د دغې ژورې ستونزې پر وړاندې مبارزه د پلمو په لټولو، مسایلو ته په بې‌پروايۍ، د لویو جرګو په تکرار او یا هم پر نورو د ملامتیا په اچولو شونې نه ده. د اندېشه په وینا، د طالبانو ستونزه خورا حیاتي ده او اړتیا ده چې ټول په خلاصو سترګو او رښتینولۍ ورسره مخامخ شي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر، هبت‌الله اخندزاده په کابل پوهنتون کې وینا وکړه او ویې ویل چې د خپل واک د ساتلو لپاره مسلمانان په خپلو کې نه جنګوي. هغه ته په دې غونډه کې ۴زره طالب پلوه ملایانو د شیخ‌الاسلام لقب هم ورکړ.