د پاکستان د ښځو کرکټ ټیم کپتانې فاطمه ثنا د ښځو د شلو اورونو نړیوال کرکټ کې د تر ټولو تېزې نیمي سلیزې نوی نړیوال ریکارډ په خپل نوم کړ.

 

نوموړې دا تاریخي کارنامه ،د مې په ۱۶مه، په کراچۍ کې د زمبابوې پرضد د درېیم ټوینټي ټوینټي لوبې په مهال ترسره کړه، چې په ۱۵ بالونو یې د تر ټولو تیزه نیمه سلیزه په خپله نامه کړه.

 

تر دې وړاندې د ښځو په شلو اورونو کې د تر ټولو تېزې نیمي سلیزې ریکارډ په شریکه د هند د ریچا ګوش، د نیوزیلینډ د سوفی ډیواین، او د اسټریلیا د فویبي لیچفیلډ په نوم و، چې هرې یوې په ۱۸ بالونو نیمه سلیزه جوړه کړې وه.

 

د پاکستان په کچه دا ریکارډ مخکې له ندا ډار سره و، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د سویلي افریقا پرضد په ۲۰ بالونو نیمه سلیزه وهلې وه.

 

په دې لوبه کې پاکستان ټاس وګاټه او لومړی یې د بېټنګ پرېکړه وکړه. کپتانې فاطمه ثنا له پیله پر زمبابوې بالرانو تیزه حمله وکړه. هغې په خپل لومړي بال چوکه ووهله او په یو اوور کې یې د درې چوکو او دوو شپږیزو په مرسته ۲۴ منډې جوړې کړې.

 

فاطمه ثنا په ۱۴ بالونو ۴۸ منډو ته ورسېده او وروسته یې په ۱۵م بال خپله نیمه سلیزه پوره کړه. د هغې ملګرې لوبغاړې سائره جبین هم ښه ملګرتیا وکړه او په ۳۲ بالونو یې ۵۰ منډې جوړې کړې.

 

په مجموعي توګه، پاکستان په ۲۰ اوورونو کې ۲۲۳ منډې جوړې کړې او یوازې ۴ وکټې یې له لاسه ورکړې. زمبابوې ټاکلی هدف پوره نه کړی شو او پاکستان دا لوبه په ۱۳۳ منډو وګټله.

 

له دې بریا سره پاکستان سیریز په درې صفر وګاټه او دا یې په بشپړ برلاسي خپل کړ. دا منډې د پاکستان د ښځو کرکټ په تاریخ کې دوهم تر ټولو لوړ سکور بلل کېږي.